په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مشکوک بریدګر پر ټولنیزو رسنیو د تاوتریخوالي پیغام خپور کړی و

د امریکا د پلټنې فډرالي ادارې ایف بي آی په اوهايو کې يو کس د دغه هېواد پر پلازمېنې، واشنګټن کې پر کپيټل ودانۍ د برید پر توطيه تورن کړی دی.

کرېسټوفر کارنېل د چارشنبې پر ورځ وروسته له هغه ونيول شو چې د ادعا له مخې يې د وسلو او مرميو د پېر هڅه کوله.

د ده په اړه دا هم ويل شوي چې پر ټولنيزو رسنيو يې د تاوتريخوالي په ملاتړ يو پيغام هم خپور کړی و.