په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ګوانتانامو زندان اوسنی حالت

امريکايي چارواکي وايي ۵ تنه يمنيان په ګوانتانامو کې له لس کلن بنده خوشي شوي دي.

څلور يې عمان ته، او پنځم يې بيا ايسټونيا ته استول شوی دی.

دوی ټول په پاکستان کې د القاعدې شکمنو اورپکو په توګه نيول شوي وو.

سره له دې چې ولسمشر اوباما واک ته له رسېدو سره سم، د ګوانتانامو تړلو ژمنه کړې وه، خو دغه زندان لا تر اوسه پرانيستی دی.

بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې دا زندان له دننه وګوري.