په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له جګړې راستنو شویو اندېښنې پارولي

د اروپايي ټولنې وزيران په بروکسل کې سره غونډېږي چې د فرانسې وروستيو بريدونو پايله کې په اروپا کې د ترهګرۍ پر ګواښونو سره بحث وکړي.

وزيران به پر هغو لارو چارو غور کوي چې له مخې یې په عراق او سوريه کې له جګړې راستنو شويو توندلارانو له لوري راپورته شويو ګواښونو پر وړاندې څنګه مبارزه کولی شي.

بي بي سي له يوې داسې ښځې سره خبرې کړې چې خپل زوی یې په سوريه کې له جګړې وروسته خپل تاټوبي بريتانيا ته په ستنېدو هڅولی دی.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې حمید قیومي یې وړاندې کوي.