په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزی: داعش په افغانستان کې نشته

د افغانستان مخکينې ولسمشر حامد کرزې په خپل هېواد کې د داعش يا اسلامي دولت نومې ډلې پر شته والي شک ښوولى دى. له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خبرو کې ښاغلي کرزي په دې تړاو خبرونه د دوى په وينا د بهرنيو استخباراتي کړيو کار بللى دى.

له ښاغلي کرزي سره هارون رشيد په کابل کې خبرې کړي او لومړى يې د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني پوځ د دريځ بدلېدا په اړه ترې پوښتلي دي.