په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جلال اباد ماښامونه - خوندور خواړه او توده هوا

د ژمي له سختې يخنۍ د پناه لپاره د افغانستان د ځينو سړو سيمو اوسېدونکي نن سبا ننگرهار ته مخه کوي.

د ننگرهار هوا په پرتليزه توگه توده ده.

ځوانان نه يوازې د ننگرهار له هوا بلکې له کبانو او نورو خوړو هم خوند اخلي.

ځايي سوداگر وايي په کور دننه د گرځندوى دا صنعت يې سود سودا غوړولې ده.

عبدالله نظامي د ننگرهار په ماښامونو دا رپوټ چمتو کړى.