په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"څومره مې چې پښتو زده کړې، له پښتنو سره مې مينه ورسره زیاته شوې"

چينايي پښتو پوه چه هونگ څاى وايي هر څومره چې يې پښتو زده کړې هغومره يې له افغانانو او پښتنو سره مينه ډېره شوې ده.

ښاغلي چه له څو دېرش کلنې خوارۍ وروسته په دې وروستيو کې لومړی پښتو چينايي قاموس خپور کړ.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې کار د سيد جمالالدين مډال ورکړ.

چه هونگ څاى د مډال اخيستو لپاره کابل ته تللى و، دغلته عبدالله نظامي ورسره خواله کړي او پوښتلى يې دى چې څرنگه او چيرې يې پښتو زده کړه