په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند کې د ځايي دفاعي صنعت د پرمختیا هڅې

هند په نړۍ کې د وسلو تر ټولو لوی واردوونکی دی.

خو بيا هم د دغه هېواد حکومت ويلي چې بهر کې د خپلو ۷۰ سلنه وسلو پېر يې ورته خورا ګران پرېوځي، او دا چې اوس د ځايي دفاعي صنعت د پرمختيا وخت رسېدلی دی.

خو پوښتنه دا ده چې د وارداتو کمول د دې معنا لري چې پوځ به یې له ستونزو سره مخامخ شي.