په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د یونان ټاکنې د سپما ضد سرېځا ګوند ګټلي

یونان کې یوه کیڼ اړخي ګوند، سرېځا ټاکنې ګټلې دي.

دوی ژمنه کړې وه چې د یونان پر نړیوال پور به له سره غور کوي.

له ۳۰۰ پارلماني څوکیو، ۱۴۹ د سرېځا دي.

دا د لوی اکثریت نه مازې لږې دي نو اوس به دوی له یوه ښي اړخي ګوند چې خپلواک یونانیان بلل کېږي ګډ حکومت جوړوي.

پخوانی واکمن مهافظه کار ګوند یوازې ۷۶ څوکۍ وګټلې.

دریم لوی ګوند چې ۱۷ څوکۍ یې ګټلي توند لاری طلايي سهار دی.

دا پایلي ښايي د اروپايي ټولنې د سپما پر تګلارو لوی اغېز ولري.