په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نايجريا د راتلونکې میاشتې ټاکنو کې د دین رول

د افريقا تاوتريخوالي ځپلې نایجېريا کې هم داسې ښکاري چې د راتلونکې مياشتې ولسمشريزې ټاکنې به له هغه راهيسې چې ۱۵ کاله وړاندې په کې پوځي واکمني پای ته رسېدلې، کلکه سيالي وي.

ولسمشر ګوډلک جاناتن، چې د دغه هېواد له جنوبه يو مسيحی دی، د شمال يو مسلمان محمدو بخاري له لوري به ننګول کېږي.

خو په يوه داسې هېواد کې چې دين ته په کې په خورا جدي سترګه کتل کېږي، پوښتنه دا ده چې د ټاکنو پرمهال به د درزونو او ان تاوتريخوالي خپرولو لپاره وکارول شي، که څنګه؟