په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شري ناروغۍ لپاره امریکا کې د واکسین تاوده بحثونه

د شري ناروغۍ خپرېدا چې د کليفورنيا په ډيزنيلنډ کې پيل شوې، په امريکا کې يې د واکسين په اړه تاوده بحثونه راپورته کړي دي.

دغه هېواد ۱۵ کاله وړاندې له شری ناروغۍ پاک اعلان شوی و، خو اوس بېرته ورستون شوی دی.

پړه یې هم پر هغو ميندې پلرونه ده، چې نه غواړي خپلو ماشومانو ته واکسين ورکړي.