په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"تر وسلوالو طالبانو اداري او مالي فساد لویه ننګونه ده"

د افغانستان د کورنیو چارو نوی وزیر وايي، تر وسله والو طالبانو د ده لپاره اداري او مالي فساد لویه ننګونه ده.

جنرال نورالحق علومی چې نن یې په رسمي ډول دنده پیل کړه، ټینګار کاوه چې دفساد پرضد مبارزه به یې د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ولري.

د ښاغلي علومي ترڅنګ، د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو، کانونو نویو وزیرانو هم په رسمي ډول نن دندې پیل کړې.

له کابله دحفیظ الله معروف نور جزييات لري