په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په کونړ کې د برېښنایي توکو د تولید فابریکې

د افغانستان په کونړ ولایت کې وړو فابريکو چې برېښنايي توکي توليدوي کار پیل کړی دی.

له برېښنا توليدونکو وړو توکو رانيولې تر برېښنايي مزو پورې هر څه په کونړ کې خپله افغانان توليدوي او په دې هيله دي چې ورو ورو به د افغانستان په لروبر کې بازار ومومي.

واړه صنعتونه د گاونډيو هېوادونو له توکو سره ډېر کله سيالي نه شي کولى او مرستو ته اړه وي.

عبدالله نظامي د کونړ يوې فابرېکې ته تللى.