په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوکراین کې د دیبالڅوي شاوخوا سیمه کې پر اوربند سلا شوې

د اوکراین د ديبالڅوې سیمې شاوخوا کې پر لنډمهالي اوربند سلا شوې، چې له مخې يې له دغه ښارګوټي د ملکيانو ايستلو ته لار هواره شي. دا سيمه د روانې جګړې مرکز بلل کېږي.

دا هوکړه په داسې وخت کې کېږي چې د روانې شخړې پای ته رسولو په موخه تازه ډيپلوماټيکې هڅې هم پيل شوې دي.

د سولې خبرې چې پرون په کيېف کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او جرمن لومړۍ وزيرې انګېلا مېرکل سره پیل شوې، په مسکو کې به هم روانې وي.

دا راپور د اوکرايين له ديبالڅوې دی.