په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فکرلارې: د سګرېټو، نسوارو او چلم ژور زیانونه

هر کال تمباکو نژدې ۶ میلیونه کسان وژني. نوې څېړنه وايي چې د سرطان ناروغۍ پرته سګریټ د انسان بدن له دننه ورستوي، هډوکي سولوی، ماغزه او سترګې خرابوي او د ماشوم په پیدا کولو کې د ښځو او نارینوو وړتیا کمزوره کوي.

د فکر لارې په دې بحث کې پر دې موضوع خبرې شوي چې یو ځوان څنګه او ولې په تمباکو څکلو اخته کېږي او روږدې کسان څه ډول کولی شي له دغه وژونکي عمل نه ځان خلاص کړي؟

میلمانه: ډاکټر خسرو سنګروال او شکرالله لودین

دغه خپرونه اسمعیل میاخیل جوړه کړې او نجېبه لېمه یې وړاندې کوي.