په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسد: اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه کې له ایتلافه مالومات لاسته راوړو

د سوریې ولسمشر وايي حکومت يې د اسلامي دولت په نامه ډلې پر وړاندې جګړه کې د امريکا په مشرۍ ائتلاف سره تماسونه لري.

له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې بشار الاسد د پاڅون پر وړاندې د خپل حکومت له چلنه دفاع وکړه، او هغه ادعاوې یې رد کړې، چې ګنې د ملکيانو پر وړاندې یې په بې توپيره ډول بېلري بمونه کارولي دي.

ده د بي بي سي منځني ختيځ چارو خبريال جېرېمي بوېن سره د خبرو په پیل کې کې د دې پوښتنې ځواب ورکړ چې ایا سوريه په يوه ناکام هېواد بدله شوې که څنګه؟