په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوکرایین کې اوربند خو جګړه لا ډېره شوې

د اوکرایین په ختیځ کې اوربند سبا پېلېږي. دې تړون کې چې د جرمني او فرانسې په منځګړ توب پرې سلا وشوه، له دې سیمې د سرتېرو وتل، د بندیانو تبادله او د سپر سیمې جوړول شامل دي.

خو په دونیتڅک کې ځینو روسي پلوو یاغیانو بي بي سي ته ويلي چې جګړه به روانه ساتي او اوس اروپايي ټولنه وايي چې که د اوربند له دې تړونه سر غړونه وشوه نو پر روسیې به نور بندیزونه لګوي.