په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حسن: له انگلستان سره په لوبه کې به فشار په دواړو لوبډلو ورته وي

د افغانستان او انګلستان تر منځ د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام اتلولیو په لړ کې د لوبې په اړه د افغان لوبډلې تکړه تېز بالر حمید حسن وايي فشار به یوازې پر انګلستان نه وي چې منځلوبو ته و نه ووت، پر افغانستان به هم فشار وي چې ښه لوبه وکړي.

نوموړي وايي غواړو نړیوالو ته د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړو او وښیو چې د کرېکټ تر څنګ په نورو لوبو کې هم استعداد لرو.