په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"انګلستان سره د سیالۍ لپاره افغان لوبډله چمتو ده"

نن د کرکټ د نړيوال جام لوبو کې افغانستان خپلې وروستۍ سيالۍ لپاره ډگر ته راووځي. دا سيالي انگلستان سره ده چې دا د هغوي هم وروستۍ لوبه ده.

دواړو ټيمونو په اى گروپ کې ددې نه وړاندې يوه يوه سيالي گټلې چې په دې ترتيب دوه دوه پواينټونه لري.

د افغانستان ټيم هيله ښکاره کوي چې نن به برى ترلاسه کوي.

د استراليا د سډني لوبغالي څخه د افغانستان د کرکټ ټيم منيجر، بشير ستانکزى،د بي بي سي راديو سهارنۍ خپرونې کې نننۍ لوبې ته د افغانستان د چمتو والي په اړه عنايت الحق ياسيني ته وويل چې افغان لوبغاړي ښۀ چمتووالى لري.