په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جاپان کې مېرمنې په تېره بیا میندې کار موندلو کې څه ستونزې لري

دا تېره یکشنبه د ښځو نړیواله ورځ وه، خو له خورا ښه پرمختګ سره سره بیا هم په جاپان کې د ماشومانو له راوړلو وروسته کاري ځواک ته د ښځو ورستنول د حکومت لپاره یوه لویه ننګونه ده.

ځینې میندې دا دلیل وايي ګواکې دوی د ماشوم پاللو وسایلو په څېر داسې ملاتړ چې ورته اړتیا لري نه ترلاسه کوي.

خو عجیبه دا ده چې زیاتېدونکی شمېر ځوانې جاپانۍ مېرمنې د دې نظر مخالفې دي چې په اقتصادي یوڼت کې دې واوړي.

د بي بي سي دې رپوټ کې دې ته کتنه شوې چې د ښځینه کاري ځواک نشتوالي د جاپان اقتصادي خوځښت پېلامې پر وړاندې څنګه خنډ جوړ کړی دی.