په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې د ګواښ په اړه خبرداری

افغانستان ته د ملګرو ملتونو استازی نېکولاس هېسم وايي اسلامي دولت نومې ډلې په افغانستان کې ځای پیدا کړی دی.

ملګرو ملتونو ته د روسیې مرستیال سفیر ولادیمیر سفرانکوف هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښوولې.

دا په داسې حال کې ده چې لا نور بهرني جنګیالي سوریې ته سفر کوي چې د اسلامي دولت پر وړاندې وجنګېږي.

په دې رپوټ کې په سوريه کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد جگړه کې د بهرنيانو ونډې ته کتنه شوې ده