په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بالاحصار او شېر دروازې غره دېوالونه د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ دي

افغان حکومت وايي شاوخوا ۱۲۰۰ تاریخي ابېدات د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

تیرې جګړې، طبیعي پېښې او ناقانونۍ د ویجاړیو لاملونه یادیږي خو لا هم د دغو لرغونو سیمو د ساتنې لپاره څه نه ښکاري.

پلازمېنه کابل کې تر ټولو تاریخي سیمه بالاحصار او د شېر دروازې غره دیوالونه هم د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ دي.

زموږ همکار سید عبدالله نظامي پرې له لرغونپوهانو او حکومتي چارواکو سره غږېدلی دی.