په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د نوروز لمانځنې د پخوا په پرتله ولې کم رنګه شوي

په افغانستان کې نوی لمریز کال په حکومتي او ولسي دستورو لمانځل کېږي.

په لومړۍ ورځ کابل او شمالي ښار مزار شریف کې جنډه پورته کیږي او خلک له خپلو کورنیو سره د پسرلي دا لومړۍ ورځې په مېلو او چکرو تېروي.

په کورونو کې ځینې داسې دودونه هم شته چې بلا خواري غواړي لکه د سمنک او اوه ډوله میوې جوړول.

خو افغانان وايي دا لمانځنې د پخوا په پرتله کم رنګه شوي، دا چې ولې، زموږ همکار سید عبدالله نظامي یې په اړه رپوټ چمتو کړی.