په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ولسمشر واشنگټن کې د امریکايي پوځیانو پر شته والي غږېږي

افغان ولسمشر اشرف غني نن د واشنگټن په سپينه ماڼۍ کې له خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره ويني.

په تېرو دوو ورځو کې ولسمشر غني د امريکا د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو سره وليدل.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د فساد پر ضد د افغان حکومت له هڅو سره او د دفاع وزير له افغان پوځ سره د مالي مرستو يادونه وکړه.