په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا ته د افغان ولسمشر سفر او موخې

افغان ولسمشر نن په واشنگټن کې د امريکا کانگرس ته وينا وکړه.

تېره شپه له ولسمشر اوباما سره د افغان مشر په خبري کانفرانس کې جوته شوه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان شوې نېټه تر بل کاله ځنډېډلې ده.

سپینه ماڼۍ وايي دا پرېکړه یې د افغان ولسمشر اشرف غني غوښتنې ته په ځواب کې کړې ده.

د ولسمشرۍ د دندې له پيل وروسته اشرف غني په لومړي ځل امريکا ته سفر کوي.