په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانان ولې تر دولتي شخصي ښوونځي غوره بولي

په افغانستان کې هغوى چې وس يې کیږي خپل بچیان خصوصي ښونځیو ته لیږي، دلیل يې دا ګڼي چې ګواگې له دولتي هغه دغلته د زده کړو کیفیت ښه دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په څو وارې د ښونیز بهیر له کمزوريو د کیفیت ټکی یاد کړی او د ښونیز کال په پیل کې يي هم ژمنه وکړه چې د ښونځیو د ډېروالي په پرتله به څرنګوالي ته پام اړوي.

زموږ همکار سید عبدالله نظامي د کابل له یوه شخصي ښونځي رپوټ راکوي.