په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نایجریا ټاکنو کې پخوانی پوځي واکمن بریالی شوی

په نایجریا کې تاريخ بدلونکى اوږد انتظار پای ته ورسېد. له شپږو اوونیو ځنډ وروسته، د رايو اچولو د بهير له غځولو او د شمېر له اوږده بهير وروسته پایلې اعلان شوې.

حکومت مخالف کاندید محمد بوخاري نوی ولسمشر شو. د هغه هېواد پخوانی ولسمشر گوډلک جانتن یې مات کړ.

دا لومړی ځل دی چې واکمن ولسمشر دا ډول ټاکنو کې ماته خوري. تلونکي ولسمشر، د واک د ښه لېږد ژمنه کړې ده او ویلي یې دي د هېچا ارمان د نایجریایانو له وینې لوړ نه دی.