په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرېکټ ۲۰۱۵: د نړیوالو اتلولیو ځانګړې خپرونې وروستۍ برخه

د کرېکټ نړیوال جام پایلوبه کې نیوزیلنډ ولی استرالیا ته په لوی توپیر لوبه وبایلله.

تر څنګ یې په دغو اتلولیو کې پر مهمو شېبو او لاسته راوړنو غږېدلي یو، چا د منډو ریکارډونه جوړ کړل، کوم بالر ډېرې وېکټې واخیستې، څومره شپږیزې ولګېدې، او په دې جام کې کوم داسې لوبغاړي وو یا لوبډلې وې چې تر ټولو ډېر یې د خلکو پام ځان ته واړوه.

خپرونه کې مو د بحث لپاره مېلمانه اېمل پسرلی او په انگلستان کې د لوبڅارۍ په روزنه بوخت نظر کټوازى دي.

د خپرونې پروډیوسر حمید قیومي او وړاندې کوونکی بسم الله مومند دی.