په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایران کې د اټومي پروګرام د تړون لمانځنې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپل هېواد ته رسېدلی او خوښو ایرانیانو یې هر کلی وکړ.

دی له سویزرلنډه ایران ته ستون شو او هلته یې د خپل هېواد د اټومي پروګرام پر سر له ۶ نړیوالو ځواکونو سره ولیدل او لنډمهالی تړون یې ورسره وکړ.

په دې تړون کې مهمې خبرې دا وې چې اوس به ایران د خپلو يورانيم پخولو چارې راکموي او په اټومي بټیو کې به بدلون راولي.

وروستی تړون باید د جون په میاشت کې وشي خو ولسمشر اوباما وويل، ایران ته به نا شونې وي چې اټومي وسله جوړه کړي او تمه ده پر دغه هېواد لګول شوي نړیوال بندیزونه هم ورو ورو لرې شي.