په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د دمشق د کډوالو په کمپ کې زرګونه کسان جګړه کې ایسار پاتې

وروسته له هغه چې د اسلامي دولت ډلې جنګيالي تېره اوونۍ په دمشق کې د فلسطیني کډوالو يرموک پنډغالي ته ورننوتل، دې ځای کې سخته جګړه روانه ده.

د اوونۍ پيل کې سلګونه ملکيان په تېښته بريالي شوي، خو تر اتلس زرو پورې نور خلک لا په كې دننه بند پاتې دي.

ملګريو ملتونو له ټولو غاړو غوښتي په پنډغالي کې، چې له نژدې دوو کلونو راهيسې کلابند دی، دښمنۍ پای ته ورسوي.