په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا د سعودي په مشرۍ ایتلاف سره د وسلو مرستو ته زور ورکړی

امريکا وايي د سعودي په مشرۍ ائتلاف ته د وسلو بهير چټکوي، چې اوس په يمن کې د حکومت پر وړاندې پر جنګېدونکو حوثي ياغيانو بمبارۍ کوي.

مرستندويه ټولنې د يمن په بندري ښار عدن کې د راپورته کېدونکي انساني کړکېچ خبرداری ورکوي.

په دې ښار کې د ياغيانو او حکومت ته وفادارو وسله والو ترمنځ د کوڅو نښتې روانې دي. د تېرو دوو اونيو جګړو کې لږترلږه ۵۵۰ کسان وژل شوي دي.