په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په چین کې د لیلیې پر ښوونځيو د حکومتي څار د نشتوالي اندېښنې

په چين کې د ليليې ښوونځي په ځانګړي ډول د شتمنو لپاره نه وي، دغو ښوونځيو ته په عمومي ډول د کروندګرو او او کډوالو کارګرو لوڼې او زامن ورځي.

پر دې ښوونځيو د حکومتي څار نشتوالی د اندېښنې لوی لامل دی، چې د ښوونکيو له لوري په کې د سرغړاوي کړو وړو پېښې ډېر کله په چين کې د خبرونو سرټکي جوړوي.

د ماشومانو خونديتابه، سېف دا چلډرن، خيريه ټولنه وايي د ساتنې مناسبو لارو چارو نشتوالی، په دې معنا دی، چې ميليونونه ماشومان له خطر سره مخامخ دي.