په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کله چې مرو نو د ټولنیزو رسنیو حسابونو سره مو څه کېږي؟

په دې خو پوهېږو، کله چې څوک مري، له شيانو سره يې څه کېږي.

فزيکي شتمنۍ، کورونه، پيسې او هر ډول ملکیت نورو ته پاتې کېږي.

خو پوښتنه اوس د ډيجيټل ملکيتونو راپورته شوې ده، چې څه به ورسره کېږي؟

انځورونه، برېښناليکونه او ټوټيتونه او نور انټرنېټي پيغامونه به څه کېږي؟

هغه سندونه چې په ورېځو يا د ټولنيزو رسنيو وېبپاڼو کې زېرمه شوي دي، په دې ویډیويي راپور کې یې وګورئ.