په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان لرې پرتو سیمو کې د لوبو د اسانتیاو ستونزې

د افغانستان لرې پرتو سیمو کې د نجونو لپاره لوبې لا هم نژدې ناشونې خبره ده.

هغه نجونې چې غواړي لوبې وکړي، اسانتیاوې يې نه لري، او په کومو ښونځیو کې چې بيا د نجونو لپاره لوبغالي شته، لوبې په کې نه کېږي.

سید عبدالله نظامي د افغانستان ختیځ کونړ کې پر ښونځیو او لوبغالو ګرځېدلی او وايي ان هلکان هم چې له نجونو ډېر امکاناتو ته لاسرسی لري، له ستونزو سره مخامخ دي.