په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

یو شمېر افغان نجونو د ښوونځیو د تور رنګ جامو بدلولو غوښتنه کړې

په افغانستان کې يو شمېر نجونې غواړي د ښونځیو جامو تور رنګ يې دې بدل شي.

دوی ځکه پوهنې وزارت ته دغه وړاندیز کړی چې غواړي له تور رنګ سره د ښځو جامو تړلو دود مات شي.

دا چې د تور رنګ جامو په اړه دغو نجونو خوښه کې څنګه بدلون راغلی، په اړه يې له کابله زمزمې نیازۍ رپوټ را استولی دی.