په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نایجریا پر تښتول شویو نجونو یو کال تېر شو

د نایجریا په شمال کې عيني شاهدانو بي بي سي ته ویلي د چيبوک ښوونځي ځينې نجونې، چې يو کال مخکې د اورپکو له لوري تښتول شوې وې، ليدل شوې دي.

د دغو نجونو له تښتونې يوه مياشت وروسته يې يوه ويډيو راووته، خو له هماغه راهيسې يې د ځای ځايګي په اړه ډېر کم څه معلوم شوي دي.

خو اوس د دغه هېواد شمال بېلابېلو سيمو کې ځايي عيني شاهدان وايي د شاوخوا تېريو دريو اونيو موده کې يې ځينې نجونې ليدلې دي.