په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په مدیترانې سمندر کې د ۴۰۰ کډوالو د ډوبېدو وېره ده

ملګريو ملتونو د هغو کډوالو د ژغورلو لا لويو هڅو غږ کړی، چې له شمالي افريقا اروپا ته د اوښتو زیار باسي.

دا وروسته له هغه چې وېره ده، څلور سوه کسان هغه مهال مړه شوي وي، چې بېړۍ يې د دوشنبې پر ورځ واوښته.

پېښه د ليبيا سمندرغاړي سل کيلومترۍ کې شوې، په داسې حال کې چې يوه ايټالوۍ او بله د ايسلنډ پوله ساتې بېړۍ، پر دې وړې کښتۍ د ۲۵۰ کډوالو ژغورولو ته ورغلې وې.