په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوکراين ختيځ کې تازه نښتې شوې

د اوکرايين ختيځ کې د تېرې فبرورۍ اوربند وروسته له هغه وروسته په زياتېدونکي ډول ماتېدونکی ښکاري چې د حکومتي او روسي پلوه ځواکونو ترمنځ نښتو کچه په لوړېدو شوه.

دواړو خواوو يو پر بل له دې اوربنده د سرغړاوي تور لګولی دی.

د بي بي سي خبریال ټام بارېج له ماريوپول بندر سره نژدې د اوربند له څارونکو سره سفر کې ملګری شوی و. د ده راپور کې زړه بدوونکي انځورونه دي.