په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د کاريکاتور نندارتون

په کابل کې د کاریکاتورونو یو نندارتون پرانیستل شوی دی.

کاريکاتور يا کارتون چې د ټولنې د بېلابېلو اړخونو د حالت غبرګوونکی وي، د دې نندارتون ډېری کاريکاتورونه يې هم توندې طنزي نیوکې لېږدوي، هغه په يوه داسې ټولنه کې چې لا په کې د طنز منلو او زغملو دود کمزوری دی.

په نندارتون کې ۸۰ اثار نندارې ته ایښودل شوي چې ګڼ خلک يي لیدو ته ور روان دي. زموږ همکار سیدعبدالله نظامي هم ورغلی و.