په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جنوبي کوریا کې د سېوېل بېړۍ ناورین لومړۍ کلیزې یاد

د سوېلي کوریا ولسمشره وايي د سېوېل بېړۍ چې تېر کال ډوبه شوه، او څه د پاسه درې سوه کسان په کې ووژل شول، د سمندر له تله به راپورته کېږي.

د ولسمشرې پارک جيون هې له لوري دغه اعلان، د بېړۍ ډوبېدو د لومړۍ کليزې پر مهال کېږي.

د ډوبو شويو ويرجنو خپلوانو غوسناک احتجاجونه کړي، او د دې ناورين لامل په اړه يې د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د پېښې ډېری مړه شوي د لوړ ښوونځي زده کوونکي وو.