په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جهاني: په فرهنګي ډګر کې بهرني نفوذ ته اجازه نه ورکوو

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور نوي وزير عبدالباري جهاني ويلي رسنیو سره له بهره کېدونکو مرستو مخالف دى او که په يوې رسنۍ چې له بهره تمويلېږي، پر ضد به يې قانوني لارې چارې لټوي.

نن په کابل کې د ولسي جرگې لخوا د تاييد رای ترلاسه کولو وروسته بي بي سي سره مرکې کې ښاغلي جهاني وويل په فرهنگي ډگر کې د هر ډول بهرني نفوذ د مخنيوي په وړاندې به کلک ودريږي.

ښاغلي جهاني زمونږ همکار عنايت الحق ياسيني سره مرکې کې وويل باوري دى چې په دې لړ کې به ملت هم ورسره ودريږي.