په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د يمن عدن کې څه تېرېږي؟

د نړۍ په ډېرو برخو کې خلک کورنیو جګړو دې ته اړ کړي چې خپلې مېنې پرېږدي، یو هېواد چې په دې وروستیو کې یې ډېر وګړي ترې وځي یمن دی.

دغلته حکومتي ځواکونو او حوثي یاغیانو تر منځ جګړه روانه ده.

پر دې سربېره، سعودي پکې د هوايي بریدونو یو کمپاین چلوي چې مرګ ژوبله یې هم اړولې.

د بي بي سي اورلا ګورېن عدن سوېلي ښار ته ورغلې او دا رپوټ یې را لېږلی دی.