په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بریتانيايي ماشومانو تښتونه

په بریتانیا کې د هغو ماشومانو شمېر په تېرو لسو کلونو کې دوه برابره شوی چې یا یې مور او یا پلار تښتولي او بل هېواد ته یې وړي دي.

تېر کال د بریتانیا حکومت شاوخوا ۵۰۰ داسې قضیې درلودې خو ښايي ډېرې داسې پېښې هم وي چې چا نه دې رپوټ کړي.

د پاکستان په ډول هېوادونو هغه تړون نه دی لاسلیک کړی چې له مخې یې ماشومان بېرته ژر خپل هېواد ته ولېږل شي نو همدا دا ګرانوي چې ماشومان وموندل شي.