په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ارمنستان کې وژنې او ناورین څه ډول یاد شي؟

دا جمعه د شلمې پېړۍ، د یوې تر ټولو تورې دورې ۱۰۰ کاله پوره کېږي چې په عثماني امپراطورۍ کې ارمنیان را ټول او له خپلو سیمو وشړل شول.

ډېر شمېر یې ووژل شول، یو څه له لوږې او نور بیا له ناروغیو مړه شول.

ارمنستان او د نړۍ نژدې ۲۰ نور هېوادونه یې ټولوژنه بولي.

ترکیه د عثماني امپراطورۍ مرکز له تاریخي پلوه دا تعریف بیخي د نه منلو وړ بولي. دا رپوټ له ترکيې دى.