په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ګوادر – کاشغر لویې لارې پروژه سیمې ته څومره ګټه رسولی شي؟

دا تېره اوونۍ چين، پاکستان ته، د ولسمشر شي جېن پېنګ د سفر پر مهال د ۴۶ ميليارډ، ډالريزې پانګونې يو پلان په ډاګه کړ.

د دغه پلان له مخې به يو اقتصادي دهليز جوړېږي، چې د بلوچستان ګوادر به، د چين له کاشغر سره نښلوي.

چين د پاکستان يو نږدې او پیاوړی ملګری دی، او که د ګوادر کاشغر لويې لارې جوړولو پلان پلی کېږي، نو د دوی ملګرتیا ورسره نوره هم، ځواکمنېږي.

په اسلام اباد کې دې پانګونې ته، د لوېديځ د يوې بديلي سرچينې په توګه کتل کېږي، په داسې حال کې چې بېجينګ ورسره تر خپلې ولکې لاندې لوېديځ، له خليج سره تړي.

ګوادر کې پخوا هم، د بندر جوړولو پروژې پيل شوې، خو نابشپړې پاتې دي، او د دې سيمو د خلکو ژوند کې کوم بدلون نه دی راغلی.