په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان پوځ کندز ته نوي ځواکونه استولي

افغان پوځ د هېواد شمال ته نوي ځواکونه استولي چې په کندز کې د وسله والو مخالفینو بریدونو ته غبرګون وښيي.

د کندوز والي محمد عمر ساپي بي بي سي ته وویل، تر سختو جګړو وروسته یې طالبان په شا تمبولي او په جګړه کې یې ۱۰ بهرني جنګیالي هم وژلي دي.

د ښاغلي ساپي په وینا د امام صاحب د ولسوالۍ پر سر جګړه پای ته رسېدلې او په کندز کې به چاڼیز عملیات تر هغو روان وي چې ټول ولایت له طالبانو نه وي پاک شوی.

محمد عمر ساپي زموږ همکار سپین تڼي ته د کندز پر حالاتو جزیات ورکړي دي.