په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نیپال حکومت: جګړې ته د تیاري په څېر حالت کې یو

نیپال کې حکومت وايي، جګړې ته د تياري په څېر حالت کې دي، په داسې حال کې چې د شنبې ورځې زلزلې ژونديو پاتې شويو سره په مرستو رسولو لګیا دي.

د زلزلې ناورين کې د مړو شويو شمېر له ۴ زره او درې سوه اوښتی، خو د نيپال لومړی وزير وايي دا شمېره ښايي تر لس زرو پورې لوړه شي.

دی وايي هېواد يې د خلکو او وسايلو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دی.

اوبه، خواړه او برېښنا په کمېدو دي، خو د کټمنډو هوايي ډګر ته د مرستو رسېدا بهير روان دی.

د ملګريو ملتونو په ارزونه، د زلزلې دې ناورين کې اته میليونه خلک اغېزمن شوي، چې د دغه هېواد د وګړیو يو پر څلومه برخه جوړوي.