په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پکتیا پوهنتون د ځايي سود سودا او ودانیو جوړولو کاروبار غوړولی

د افغانستان پکتيا ولايت په مرکز گردېز کې له څو کلونو پوهنتون فعاله شوى چې زرگونه ځوانان په کې په زده کړو بوخت دي.

د ليلې نشتوالي د خونو د کرايو او د خوړو او څښاک بازار غوړولی او له ځايي اقتصاد سره یې مرسته کړې ده.

ګردېز کې د پکتيا پوهنتون ځمکه يو وخت تش ډاگ و خو اوس ښېرازه شوې ده.

په اړه یې زموږ همکار احسان الله مهجور رپوټ لري.