په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بریتانيا په ټاکنو کې افغانان او نور اسيايان څومره فعاله دي؟

نږدې یوه اوونۍ وروسته په بریتانيا کې خلک د رايو صندقونو ته مخه کوي، چې د خپل هېواد نوى پارلمان وټاکي.

دا ځل تر بل هر وخت د ټاکنو پايلې ډېرې ناڅرگندې ښکاري او ډېر کره کتوونکي په دې باور دي چې ښايي هېڅ گوند په کې غوڅ اکثريت ترلاسه نه شي کړی.

په همدې دليل سيال گوندونه د لږکيو رايو ته ځانگړى پام کوي.

د بريتانيا له ټاکنو سره په تړاو زموږ ځانگړو رپوټونو کې نن حميد قيومي د افغانانو او نورو اسيايانو ونډې ته کتنه کړې ده.