په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بریتانیا ټاکنو کې د اقتصاد ونډه

د شمېرو له مخې سږ کال د بریتانیا اقتصادي وده 0.3 سلنه اټکل شوې. په داسې حال کې چې دغه شمېره تېر کال 0.6 سلنه وه. اقتصاد د بریتانیا په سږنیو ټاکنو کې خورا مهمه موضوع ده چې ګوندونو یې په اړه بېلا بېلې تګلارې وړاندې کوي. د حکومت له لوري د لوړې کچې پور او بېکاري مهمې اقتصادي ستونزې دي چې بریتانیا ورسره مخامخ ده.