په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بریتانیا ټاکنې او د کډوالۍ ستونزه

کډوالي د بریتانیا په راتلونکو ټاکنو کې له دریو مهمو مسئلو یوه ده.

د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند دلته د بېکارۍ لامل تر ډېره بهرني کډوال ګڼي. خو نور ګوندونه بیا د بریتانیا په اقتصاد او ټولنه کې د کډوالو ونډه مهمه بولي.

د شمېرو له مخې په تېرو ۱۱ کلونو کې یوازې اروپايي کډوالو د بریتانیا اقتصاد ته نژدې ۲۱ مېلیارد ډالره ګټه رسولې.

حمید قیومي په دې راپور کې همدې موضوع ته کتنه کړې.